په داسې حال كې، چې د هرات د لرې پرتو ولسواليو اوسېدونكي په خپلو سيمو كې د نرسانو او قابلو د كموالي په تړاو شكايت لري، د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست وايي، د هرات په مركز او ولسواليو كې په كافي اندازه نرسان او قابلې موجودې دي.
د هرات د دولتي او خصوصي روغتونونو د خدمتونو د تنظيم آمر غلام محمد دانش كليد ته وويل، ياد رياست حتى د ولايت په لرې پرتو سيمو كې ميندو او نوزېږو ماشومانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې كوي.
د نوموړي په خبره، د هرات د عامې روغتيا په رياست كې د عامې روغتيا وزارت له تشكيل څخه ۱۵۰۰ زيات كار كوونكي استخدام شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې په هرات كې د نرسينګ او قابله ګۍ له څانګو يو شمېر فارغ شوي كسان د كاري زمينې له نه شتونه په شكايت سره وايي، كه څه هم په ډېرى روغتيايي مركزونو كې مسلكي كار كوونكي موجود نه دي، خو دولت د دوى د استخدامولو اقدام نه كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ