ads

په غزه كې له دوه ورځنۍ جګړې وروسته اوربند ټينګ شوى

حماس ډلې اعلان كړى، چې د فلسطين او اسراييل ترمنځ له دوه ورځنۍ جګړې وروسته په غزه كې اوربند ټينګ شوى دى.

نویسنده: mayar
16 غویی 1398
په غزه كې له دوه ورځنۍ جګړې وروسته اوربند ټينګ شوى

حماس ډلې اعلان كړى، چې د فلسطين او اسراييل ترمنځ له دوه ورځنۍ جګړې وروسته په غزه كې اوربند ټينګ شوى دى.
د يادې ډلې د اړوند ټلويزيون د راپور له مخې، دا اوربند نن سهار څلور بجې او ۳۰ دقيقې ټينګ شو.
د اسراييل اردو له غزې د دې هېواد پر څو ښارونو د توغنديو له توغېدو وروسته د حماس ډلې پر مركزونو هوايي بريدونه وكړل.
د اسراييلي ځواكونو له هوايي بريدونو وروسته هم له غزې د توغنديو توغېدلو دوام درلود. هلته د يكشنبې ورځې د جګړې په مهال څلور ملكي اسراييليان او ۱۹ فلسطينيان، چې ډېرى يې ملكي وګړي وو، ووژل شول.
اسراييل تر دې دمه په غزه كې د اوربند د اعلان په اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA