په روسيه كې د يوې مسافر وړونكې الوتكې د بېړنۍ ناستې او اور اخيستنې له كبله لسګونو كسانو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
دا سوخو ډوله الوتكه د روسي هوايي شركت اروفلوت اړوند وه، چې د يكشنبې په مازديګر له ۷۸ سپرليو سره له مسكوه مورمنسك ښار ته والوته، خو له پروازه ۴۰ دقيقې وروسته بېړنۍ ناستې ته اړه شوه او اور يې واخيست.
لومړى د پېښې د قربانيانو شمېر ۱۳ تنه اعلان شوى و، خو روسي رسنيو نن وويل، د يادې الوتكې د بېړنۍ ناستې او اور اخيستنې په ترڅ كې د وژل شويو شمېر ۴۱ تنو ته رسېدلى دى.
تراوسه د پېښې علت معلوم نه دى، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


