د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو وايي، د شمالي كوريا پر وروستۍ توغندويي ازموينې سربېره هم واشنګټن له پيونګيانګ سره د اټومي مذاكراتو د پرمختګ مسير ويني.
نوموړي د يكشنبې په ورځ د اې بي سي ټلويزيون په يوه خپرونه كې وويل، وضعيت جدي دى او دوى پوهېږي، چې د شمالي كوريا د غيرې اټومي كولو مسير اوږد او له لوړو ژورو ډك دى.
پمپيو زياته كړه، د پيونګيانګ له لوري د شنبې په ورځ توغول شوي توغندي لنډ واټن ويشتونكي وو، له نړيوالو سرحدونو نه دي تېر شوي، د شمالي كوريا په ختيځو اوبو كې لوېدلي، چې امريكا، جاپان او جنوبي كوريا ته ګواښ نه و.
د شمالي كوريا رسمي خبري اژانس پرون راپور وركړ، چې د دې هېواد مشر كيم جونګ اون د شنبې په ورځ د خپلو توغنديو او رهبري شوو وسلو ازموينه وليدله.
په راپور كې ويل شوي، كيم د توغنديو د ازمويلو امر وركړ او د خپل هېواد د جګړه ييز توان د زياتوالي پر اړتيا يې ټينګار وكړ.
ځينې چارواكي د شمالي كوريا دا ډول اقدامات له امريكا سره د دغه هېواد په مذاكراتو كې له رامنځته شوې ستونزې د پيونګيانګ خفګان ښيي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


