ټاكل شوې جمهور رئيس محمد اشرف غني د پاكستان د لومړي وزير عمران خان په بلنې دغه هېواد ته سفر وكړي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني پرون ماسپښين له عمران خان سره په ټيليفوني خبرو كې د افغانستان د سولې بهير او سيمه ييز اتصال په اړه وغږېد.
د پاکستان لومړي وزير ژمنه وکړه، چې هېواد يې هر ډول همکارۍ ته، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټينګښت بدله شي، چمتو دى.
نوموړي زياته کړه، د افغان جمهور رئيس له اقتصاد محوره ليد او فکر او سيمه ييز اتصال سره توافق لري او اړتيا ده، چې د دواړو هېوادونو د پلاويو په کچه د تخنيکي مسايلو په تړاو خبرې وشي.
عمران خان له جمهور رئيس غني څخه وغوښتل، چې د اقتصادي مسايلو او سيمه ييز اتصال په اړه د تفصيلي بحث لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
افغان جمهور رئيس د پاکستان د لومړي وزير بلنه ومنله او ويې ويل، د دواړو هېوادونو له ډيپلوماټيکو لارو دې اسلام اباد ته د ده د سفر مناسبه او مشخصه نېټه وټاکل شي.
دا په داسې حال كې ده، چې كابل تل له اسلام اباده غوښتي، چې د ترهګرو ډلو په ضد له توپير پرته صادقانه مبارزه وكړي.


