ads

جمهور رئيس غني: طالبان دې د افغانانو د سولې غوښتنه ومني

جمهور رئيس محمد اشرف غني له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د روژې مباركې مياشتې ته په درناوي سولې او پخلاينې ته لبيك ووايي.

نویسنده: mayar
16 غویی 1398
جمهور رئيس غني: طالبان دې د افغانانو د سولې غوښتنه ومني

جمهور رئيس محمد اشرف غني له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د روژې مباركې مياشتې ته په درناوي سولې او پخلاينې ته لبيك ووايي.
ده په يوه ويډويي پيغام كې دا د سولې او پخلاينې مياشت وبلله او له طالبانو يې وغوښتل، چې د روژې مباركې مياشتې ته درناوى وكړي او د افغانانو د سولې او پخلاينې غوښتنه، چې د سولې مشورتي لويې جرګې د پرېكړه ليك له لارې يې انعكاس وموند، ومني.
جمهور رئيس غني د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواكونو غواړي، چې د روژې په مباركې مياشت كې د خلكو د امنيت ټينګېدو ته پاملرنه وكړي.
بايد وويل شي، چې طالبانو يوازې له امريكا سره د سولې خبرو ته دوام وركړى او له افغان حكومت سره مذاكراتو ته نه دي چمتو شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA