شمالي كوريا وايي، د دغه هېواد مشر كيم جونګ اون د خپلو توغندیو او رهبري شوو وسلو ازموينه وليدله.
مخكې جنوبي كوريا، امريكا او جاپان ويلي و، چې پيونګيانګ پرون څو لنډ واټن ويشتونكي توغندي د جاپان د اوبو په لور توغولي دي.
خو د شمالي كوريا رسمي خبري اژانس نن راپور وركړى، چې كيم جونګ اون د توغنديو د ازمويلو امر وركړ او د خپل هېواد د جګړه ييز توان د زياتوالي پر اړتيا يې ټينګار وكړ.
تر دې وړاندې د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وويل، د شمالي كوريا لخوا د لنډ واټن ويشتونكو توغنديو پر ازموينې سربېره له دغه هېواد سره اټومي هوكړې ته رسېدل ممكن دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


