ads

جمهور رئيس غني د معلوماتو نه وركولو د فرهنګ پر بدلون ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د حکومت په بېلابېلو سطحو کې د معلوماتو نه ورکول په يوه فرهنګ بدل شوي، چې دا فرهنګ بايد بدلون وکړي.
هغه دا خبره تېر ماښام په ارګ كې د ځوانانو ملي او مدني بنسټونو، د رسنيو ټولنې، ټولنيزو سازمانونو او خصوصي سکټور له استازو سره د ليدنې په مهال وكړه.

نویسنده: mayar
15 غویی 1398

د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي او سپکاوي ډک چلند د منلو وړ ونه باله او د چارو ادارې او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته يې لارښوونه وکړه، چې د دې ادارو په سطحه دې د خبريالانو لپاره د شکايتونو د ثبت دفترونه جوړ شي.
نوموړي د بيان ازادۍ او رسنيو ته پاملرنه د حکومت کاري لومړيتوب وباله او په رسنيو کې په استخدام کې د کار قانون پر تطبيق، کاري خونديتوب او د خبريالانو پر قراردادونو يې ټينګار وکړ.
يادې څرګندونې په داسې حال كېږي، چې خبريالان معلوماتو ته د نه لاسرسي او د بېلابېلو لورو لخوا ورسره د ناوړه چلند له كبله شكايتونه كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA