ads

امريکا د افغان سولې بهير د بريا په صورت كې پر ځمكه د وسلو ايښودلو ته چمتووالی وښود

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، كه د افغان سولې بهير نتيجه وركړي، امريكا چمتو ده په افغانستان كې خپلې وسلې پر ځمكه كېږدي.

نویسنده: mayar
15 غویی 1398
امريکا د افغان سولې بهير د بريا په صورت كې پر ځمكه د وسلو ايښودلو ته چمتووالی وښود

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، كه د افغان سولې بهير نتيجه وركړي، امريكا چمتو ده په افغانستان كې خپلې وسلې پر ځمكه كېږدي.
نوموړي په يوه تازه ټويټ كې ويلي، د سولې د هر بهير په پايله کې ټولې ښکېلې خواوې وسلې پر ځمکه ږدي.
خليلزاد زياته كړې، د تاوتريخوالي کمېدو په اړه د ټولو غاړو هوكړه د ياد هدف د ترلاسه کولو په لور لومړنی ګام دی.
ارګ د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي د دغو څرګندونو په غبرګون كې وايي، كه د وسلو له ايښودلو هدف اوربند وي، افغان حكومت هره شېبه چمتو دى، خو اوربند بايد دوه اړخيز وي.
جمهوري رياست ټينګار كوي، چې افغان ځواكونو خپلې وسلې د هېواد او خلكو د دفاع او ساتنې لپاره پورته كړې دي.
خو وسله وال طالبان وايي، خليلزاد دې له دوى څخه د وسلو ايښودو تمه نه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA