ads

امريكا له شمالي كوريا سره اټومي هوكړې ته هيله مندي وښوده

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، د شمالي كوريا لخوا د لنډ واټن ويشتونكو توغنديو پر ازموينې سربېره له دې هېواد سره اټومي هوكړې ته رسېدل ممكن دي.

نویسنده: mayar
15 غویی 1398
امريكا له شمالي كوريا سره اټومي هوكړې ته هيله مندي وښوده
Mandatory Credit: Photo by Evan Vucci/AP/REX/Shutterstock (9896574k) President Donald Trump listens as he meets with Japanese Prime Minister Shinzo Abe at the Lotte New York Palace hotel during the United Nations General Assembly, in New York Trump, New York, USA - 26 Sep 2018

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، د شمالي كوريا لخوا د لنډ واټن ويشتونكو توغنديو پر ازموينې سربېره له دې هېواد سره اټومي هوكړې ته رسېدل ممكن دي.

د جنوبي كوريا اردو تېره ورځ وويل، پيونګيانګ يو شمېر لنډ واټن ويشتونكي توغندي د جاپان د بحيرې په لور توغولي دي.

په لومړنيو راپورونو كې دا توغندي باليسټيك نه وو بلل شوي.

سپينه ماڼۍ وايي، د شمالي كوريا له كړنو خبره ده او وضعيت تر څار لاندې لري.

پيونګيانګ وروستى ځل د ۲۰۱۷م ميلادي كال په نومبر مياشت كې باليسټيك توغندى ازمويلى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA