د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر خوست د پاكستاني ځواكونو د بريدونو په اعتراض كې د شنبې په ورځ په كابل كې د دغه هېواد د سفارت شارژدافير احضار كړ.
ځايي اوسېدونكي وايي، پاكستاني سرتېرو تېره اونۍ د خوست پر سپېرې ولسوالۍ هوايي او توپچي بريدونه وكړل، چې له كبله يې درې ملكي وګړي ووژل شول، پنځه تنه ټپيان دي او خلكو ته درانه مالي زيانونه هم واوښتل.
د بهرنيو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دې وزارت د پاكستاني شارژدافير د احضارولو په مهال د افغانستان د هوايي حريم نقضول او د پاکستاني ځواکونو توغندويي بريدونه، چې د مالي او ځاني زيانونو سبب شوي، وغندل.
سرچينه وايي، يو ځل بيا يې پاكستان دې ته وهڅاوه، چې په صادقانه توګه او پرته له توپيره د ترهګرو ډلو په ضد مبارزه وکړي.
تر دې وړاندې د افغانستان پر ختيځو سيمو هم د پاكستاني ځواكونو توغندويي بريدونو ملكي افغانانو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


