د هرات په فارسي ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ په جګړه كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، دا جګړه تېره شپه د يادې ولسوالۍ په بغند كلي كې شوې، چې له كبله يې د دوو مهمو سرګروپانو په ګډون د دولت ۱۴ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپيان دي.
د ده په وينا، په دې جګړه كې يو ولسي پاڅون كوونكى هم وژل شوى او دوه سيمه ييز پوليس ژوبل دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دې دمه د دغې جګړې په اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ