ads

په ننګرهار كې يو ديني عالم ووژل شو

نامعلومو وسله والو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ كې يو ديني عالم وژلى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان كليد ته وويل، دا پېښه تېر ماښام د بهسودو ولسوالۍ په هډې اخندزاده کلي کې رامنځته شوې ده.

نویسنده: mayar
14 غویی 1398
په ننګرهار كې يو ديني عالم ووژل شو

نامعلومو وسله والو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ كې يو ديني عالم وژلى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان كليد ته وويل، دا پېښه تېر ماښام د بهسودو ولسوالۍ په هډې اخندزاده کلي کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته كړه، وسله وال له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.
فريد خان د وژل شوي ديني عالم نوم محمد حنيف ياد كړ.
د ياد ديني عالم د وژلو مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
بايد وويل شي، چې په ننګرهار كې په دې وروستيو كې هدفي وژنې زياتې شوي او د خلكو اندېښنې يې را پارولې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA