د كونړ ولايتي چارواكي په دې ولايت كې د لسګونو داعش وسله والو د وژل كېدو خبر وركوي.
د كونړ د والي وياند عبدالغني مصمم كليد ته وويل، ګډو امنيتي ځواكونو تېره ورځ په چپې درې ولسوالۍ كې د داعش ډلې پر ښوونيزو مركزونو هوايي او توپچي بريدونه كړي، چې په مهال يې د پاكستاني او ازبكستاني اتباعو په ګډون ۴۹ داعشيان وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په وژل شوو كسانو كې د اسماعيل په نوم د داعش ډلې مهم ازبكستانى قوماندان، چې مخكې له القاعده شبكې سره همكار و، هم شامل دى.
داعش ډلې تر دا مهاله په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.