ads

په غزني كې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي

په غزني كې د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريدونو، د افغان ځانګړو ځواكونو په عملياتو او وسله والې جګړې كې ۲۵ وسله وال طالبان او پنځه ملكي وګړي وژل شوي دي.

نویسنده: mayar
14 غویی 1398
په غزني كې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي

په غزني كې د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريدونو، د افغان ځانګړو ځواكونو په عملياتو او وسله والې جګړې كې ۲۵ وسله وال طالبان او پنځه ملكي وګړي وژل شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، دا هوايي بريدونه، عمليات او وسله واله جګړه په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په اندړو، زنه خان او ده يك ولسواليو كې ترسره شوي، چې په ترڅ كې يې ۲۵ طالبان وژل شوي او درې شكمن كسان نيول شوي دي.
د نوموړي په خبره، په اندړو ولسوالۍ كې د جګړې په مهال د هاوان يوه مرمۍ د استوګنې پر يوه كور لګېدلې، چې له كبله يې پنځو ملكي وګړو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې امريكايي او افغان ځواكونو د غزني په زنه خان ولسوالۍ كې عمليات ترسره كړي، چې په ترڅ كې يې ملكي خلكو ته زيان اوښتى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA