د بادغيس د ولايتي شورا غړي وايي، د دې ولايت په قادس ولسوالۍ كې پر يوې امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو په بريد كې ۱۱ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بادغيس د ولايتي شورا غړي ساير محمد موسى كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د قادس ولسوالۍ مركز ته نېږدې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وكړ، چې له كبله يې نهه سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه ولسي پاڅون كوونكي ټپيان دي.
خو د بادغيس د والي وياند جمشېد شهابي كليد ته وويل، په ياده پېښه كې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او شپږ تنه نور ژوبل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده كړې.
قادس د بادغيس ناامنه ولسوالي ده، چې په ځينو سيمو كې يې طالبان پراخ حضور لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ