په كونړ كې لسګونه داعش وسله وال ووژل شول

د كونړ ولايتي چارواكي په دې ولايت كې د لسګونو داعش وسله والو د وژل كېدو خبر وركوي.
د كونړ د والي وياند عبدالغني مصمم كليد ته وويل، ګډو امنيتي ځواكونو تېره ورځ په چپې درې ولسوالۍ كې د داعش ډلې پر ښوونيزو مركزونو هوايي او توپچي بريدونه كړي، چې په مهال يې د پاكستاني او ازبكستاني اتباعو په ګډون ۴۹ داعشيان وژل شوي دي.