ads

ټرمپ او پوتين اوږدې ټيليفوني خبرې وكړې

د امريكا او روسيې جمهور رئيسانو ډونالډ ټرمپ او ولاديمير پوتين پرون اوږدې ټيليفوني خبرې كړې دي.

نویسنده: mayar
14 غویی 1398
ټرمپ او پوتين اوږدې ټيليفوني خبرې وكړې

د امريكا او روسيې جمهور رئيسانو ډونالډ ټرمپ او ولاديمير پوتين پرون اوږدې ټيليفوني خبرې كړې دي.
ټرمپ پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، له پوتين سره پر سوداګرۍ، د وينزويلا پر بحران، اوکراين، شمالي کوريا، د اټومي وسلو پر کنټرول او د امريکا د جمهوري رياست په تېرو ټاكنو كې د روسيې د لاسوهنې د ادعاوو په اړه د ځانګړي مفتش رابرټ مولر پر راپور وغږېد.
د امريكا جمهور رئيس دا ټيليفوني خبرې ډېرې ګټورې بللې دي.
تر دې وړاندې د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سېنډرز وويل، ټرمپ او پوتين د امريکا، روسيې او چين ترمنځ د يوه نوي بالقوه اټومي تړون پر موضوع هم بحث وكړ.
واشنګټن او مسكو سږ کال د سټارټ په نوم له دوه اړخيز اټومي تړون څخه، چې موده يې په ۲۰۲۱م ميلادي كال كې پاى ته رسېده، ووتل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA