وسله والو طالبانو د سولې مشورتي لويې جرګې د غړو هغه غوښتنه رد كړه، چې په روژې مياشت كې يې د اوربند اعلانولو لپاره ترې كړې وه.
جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ د سولې مشورتي لويې جرګې د پاى په مراسمو كې وويل، د ملي يووالي حكومت چمتو دى، چې د دوه اړخيز اوربند د اعلان لپاره له طالبانو سره د هغه پر تخنيكي جزياتو كار وكړي.
خو طالبانو كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې په روژې مياشت كې د خپلې جګړې پر دوام ټينګار كړى دى.
دوى د سولې مشورتي لويه جرګه نمايشي بللې او په وينا يې، دې جرګې د خلكو استازيتوب نه كاوه.
طالبانو د جمهور رئيس غني د هغه اعلان په غبرګون كې، چې د ۱۷۵ طالب بنديانو د خوشې كولو لپاره يې وكړ، ادعا كړې، چې دوى د ښه نيت له مخې سلګونه بنديان ازاد كړي او دا لړۍ به دوام ولري.
دا په داسې حال كې ده، چې د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ شپږم پړاو خبرې روانې دي، خو طالبان وايي، د افغانستان د جګړې له بهرني اړخ سره هوكړې ته له رسېدو وروسته به د كورنيو ستونزو د هواري لپاره له داخلي اړخونو سره خبرې او هوكړه وكړي.


