د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د سولې مشورتي لويې جرګې له درانه مالي لګښت او خلكو ته د ستونزو له رامنځته كولو سره سره د هېواد لپاره نوې لاسته راوړنه نه لرله.
ده د جمعې په ورځ د استانبول د چامليجا جامع جومات د پرانيستې مراسمو په څنډه كې د تركيې له اناتولي خبري اژانس سره په خبرو كې وويل، دا ډول غونډه بايد له طالبانو سره د سولې هوكړې له ترلاسه كېدو وروسته جوړه شوې واى.
عبدالله ټينګار كوي، چې افغانان د سولې غوښتونكي دي او نه غواړي د طالبانو دورې ته وګرځي.
اجرائيه رئيس د دې په څرګندولو سره، چې هېڅ هېواد په يوازې توګه نه شي كولاى د افغان سولې بهير تضمين كړي زياتوي، په افغانستان كې د سولې ټينګښت د سيمې د بحران له حل سره مرسته كوي.
د يادولو ده، چې د سولې مشورتي لويه جرګه د جمهوري رياست ټاكنو د ډېرى كانديدانو او يو شمېر سياسي څېرو لخوا پر تحريم سربېره له تېرې دوشنبې تر جمعې ورځې پورې په كابل ترسره شوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


