ads

طالبانو په فراه كې دوه تنه د غلا او جنسي تېري په تور وژلي

وسله والو طالبانو په فراه كې په يوه صحرايي محكمه كې دوه تنه د غلا او جنسي تېري په تور وژلي دي.

نویسنده: mayar
14 غویی 1398
طالبانو په فراه كې دوه تنه د غلا او جنسي تېري په تور وژلي

وسله والو طالبانو په فراه كې په يوه صحرايي محكمه كې دوه تنه د غلا او جنسي تېري په تور وژلي دي.
په ټولنيزو شبكو كې په خپره شوې ويډيو كې د طالبانو د ډلې د يوه غړي لخوا په لوستل شوي متن كې راغلي، يادو كسانو د هرات – كندهار پر لويه لار د خلكو مالونه غلا كول او د هغوى پر ناموس يې تېرى كاوه.
بالاخره طالبانو دا دوه كسان ونيول او د جمعې په ورځ يې د فراه په خاك سفيد ولسوالۍ كې په يوه صحرايي محكمه كې په ډزو ووژل.
ځايي چارواكو هم دا پېښه تاييد كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA