ads

شمالي كوريا لنډ واټن ويشتونكي توغندي ازمويلي

شمالي كوريا د نن ورځې په لومړيو كې يو شمېر لنډ واټن ويشتونكي توغندي د جاپان د بحيرې په لور توغولي دي.
دا خبره د جاپان او جنوبي كوريا پوځي چارواكو كړې ده.

نویسنده: mayar
14 غویی 1398
شمالي كوريا لنډ واټن ويشتونكي توغندي ازمويلي

شمالي كوريا د نن ورځې په لومړيو كې يو شمېر لنډ واټن ويشتونكي توغندي د جاپان د بحيرې په لور توغولي دي.
دا خبره د جاپان او جنوبي كوريا پوځي چارواكو كړې ده.
د جنوبي كوريا د لوى درستيزانو ګډې كمېټې ويلي، پيونګيانګ ځينې لنډ واټن ويشتونكي توغندي وانسون ښارګوټي ته نېږدې له هودو جزيرې شمال ختيځ لور ته وتوغول.
ويل كېږي دغه توغندي د جاپان په بحيره كې لګېدلي دي.
د جنوبي كوريا او امريكا چارواكي د دې ازموينې د جزياتو پر ارزولو بوخت دي.
سپينې ماڼۍ ويلي، امريكا د شمالي كوريا له فعاليتونو خبره ده او د وضعيت څارلو ته به دوام وركړي.
د لومړنيو راپورونو پر بنسټ، د پيونګيانګ له لوري تازه توغول شوي توغندي باليسټيك نه دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA