ads

جمهور رئيس غني د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د افغان ولس ميراث وباله

جمهور رئيس محمد اشرف غني اساسي قانون د هېواد لويه لاسته راوړنه بولي او وايي، د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د افغان ولس ميراث دى او د ده ځاىناستى به ولس ټاكي.
هغه دا څرګندونې تېر ماښام په ارګ كې د سولې لپاره د ښځو ملي اجماع له استازو سره د ليدنې په مهال وكړې.

نویسنده: mayar
14 غویی 1398

د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، د افغانستان په تاريخ کې لومړى ځل و، چې د سولې مشورتي لويې جرګې په څېر په يوه ستر بهير کې تر ۳۰ فيصدو زياتو ښځو ګډون وكړ.
نوموړي د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام پر دوام ټينګار وكړ او زياته يې كړه، د دغه نظام په دوام كې افغانان كليدي رول لري.
يادې څرګندونې په داسې حال كې كېږي، چې د سولې مشورتي لويې جرګې د پرېكړه ليك په خپرولو سره د نظام او اساسي قانون په ګډون د وروستيو لاسته راوړنو پر ساتنې، د ملكي مرګ ژوبلې پر مخنيوي او يو شمېر نورو موضوعاتو ټينګار وكړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA