تركيې د افغان سولې له روانو هڅو ملاتړ وكړ

د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان وايي، هېواد يې د افغانستان د حكومت او خلكو ترڅنګ دى او د افغان سولې له روانو هڅو ملاتړ كوي.
اجرائيه رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، اردوغان دا څرګندونې د جمعې په ورځ په استانبول كې د ملي يووالي حكومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د ليدنې په مهال كړې دي.