د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان وايي، هېواد يې د افغانستان د حكومت او خلكو ترڅنګ دى او د افغان سولې له روانو هڅو ملاتړ كوي.
اجرائيه رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، اردوغان دا څرګندونې د جمعې په ورځ په استانبول كې د ملي يووالي حكومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د ليدنې په مهال كړې دي.
د سرچينې په خبره، دواړه لوري په دې ليدنه كې پر افغان سولې بهير، د افغانستان د جمهوري رياست پر ټاكنو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيكو پر پراختيا او ځينو نورو موضوعاتو وغږېدل.
د اردوغان په وينا، تركيه په افغانستان كې د عادلانه، تلپاتې او تطبيق وړ سولې د ټينګښت غوښتونكې ده او په دې برخه كې يې د ټولو خواوو پر مسوولانه اقدام او تصميم ټينګار كړى دى.
بل پلو عبدالله د تركيې له جمهور رئيس سره په ليدنه كې ويلي، د افغانستان حكومت د رڼو او باوري ټاكنو ترسره كولو ته ژمن دى او په دې تړاو د ټاكنيزو كمېسيونونو هڅې روانې دي.
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس د پنجشنبې په ورځ د تركيې د حكومت په رسمي بلنې دغه هېواد ته ورسېد او د استانبول د چامليجا جامع جومات د پرانيستې په مراسمو كې يې ګډون او وينا وكړه.


