ads

په اروزګان كې ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، ځانګړو ځواكونو يې په اروزګان كې د دغه ولايت لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي مرستيال والي ملا عتيق الله د وسلو او مهماتو پر ډيپوګانو عمليات ترسره كړي دي.

نویسنده: mayar
13 غویی 1398
په اروزګان كې ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، ځانګړو ځواكونو يې په اروزګان كې د دغه ولايت لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي مرستيال والي ملا عتيق الله د وسلو او مهماتو پر ډيپوګانو عمليات ترسره كړي دي.
له ياد رياست څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، په دې عملياتو د طالبانو تر ځمكې لاندې څلور ډيپوګانې په بشپړ ډول له منځه تللې دي.
د سرچينې په وينا، عمليات كوونكو ځواكونو ۱۳ طالبان وژلي او زياته اندازه وسلې او مهمات يې ترلاسه كړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA