ads

د هرات ولايتي چارواكي خبريالانو ته د معلوماتو پر وركولو ټينګار كوي

په داسې حال كې، چې د هرات خبريالان شكايت لري، چې د زورواكو، دولتي كار كوونكو، امنيتي سرتېرو او د دولت د وسله والو مخالفينو له تاوتريخوالي او ګواښ سره مخ دي او معلوماتو ته بشپړ لاسرسى نه لري، د دغه ولايت چارواكي وايي، ټولې دولتي ادارې مكلفې دي، چې خبريالانو ته معلومات وركړي.

نویسنده: mayar
13 غویی 1398

د هرات د ولايت مقام ټولنيزې مرستيالې مونيسې حسن زاده كليد ته وويل، ټولې دولتي ادارې مكلفې دي، چې د هېواد د نافذه قوانينو پر بنسټ رسنيو ته كره معلومات وركړي.
هغې زياته كړه، كله چې د هرات دولتي ادارې د معلوماتو له وركولو ډډه كوي، خبريالان كولاى شي په دې اړه خپل شكايتونه په ليكلې بڼه د هرات ولايت مقام په رهبرۍ د خبريالانو د امنيت او خونديتوب كمېټې ته وسپاري.
په همدې حال كې د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده وايي، د دغې قوماندانۍ ټولو څانګو ته لارښوونه شوې، چې د قوانينو له مخې معلومات له خبريالانو سره شريك كړي.
دى ټينګار كوي، چې له سرغړوونكو كسانو سره به جدي چلند وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA