ads

په وينزويلا كې د حكومت او اپوزيسيون د پلويانو ترمنځ نښته شوې

د وينزويلا په پايتخت كاراكاس كې د دغه هېواد د جمهور رئيس نيكولاس مادورو او د هغه د مخالفينو د رهبر خوان ګوايدو د پلويانو ترمنځ په نښته كې يو تن وژل شوى دى.

نویسنده: mayar
13 غویی 1398
په وينزويلا كې د حكومت او اپوزيسيون د پلويانو ترمنځ نښته شوې

د وينزويلا په پايتخت كاراكاس كې د دغه هېواد د جمهور رئيس نيكولاس مادورو او د هغه د مخالفينو د رهبر خوان ګوايدو د پلويانو ترمنځ په نښته كې يو تن وژل شوى دى.
ګوايدو د يوه ويډيويي پيغام په خپرولو سره له خپلو پلويانو غوښتي و، چې د مادورو په ضد پراخ لاريونونه وكړي.
د راپورونو له مخې، د دواړو لورو ترمنځ په نښته كې، چې مادورو ناكامه كودتا بللې، يو تن وژل شوى او څو تنه نور ټپيان دي.
امريكا او متحدينو يې د مادورو د مخالفينو دا حركت ستايلى، خو ايران، روسيې او تركيې په وينزويلا كې د كودتا هڅه غندلې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA