د هرات ولايتي چارواكي خبريالانو ته د معلوماتو پر وركولو ټينګار كوي

په داسې حال كې، چې د هرات خبريالان شكايت لري، چې د زورواكو، دولتي كار كوونكو، امنيتي سرتېرو او د دولت د وسله والو مخالفينو له تاوتريخوالي او ګواښ سره مخ دي او معلوماتو ته بشپړ لاسرسى نه لري، د دغه ولايت چارواكي وايي، ټولې دولتي ادارې مكلفې دي، چې خبريالانو ته معلومات وركړي.