د سولې مشورتي لويه جرګه، چې د تېرې دوشنبې په ورځ پيل شوې وه او په ۵۱ كمېټو كې يې ۳۲۰۰ غړي لرل، نن د يوه ۲۳ ماده ييز پرېكړه ليك په خپرولو سره پاى ته ورسېده.
د دې جرګې غړو په خپل پرېكړه ليك كې، چې پښتو بڼه يې رفيع الله حيدري ولوسته، د روژې مباركې مياشتې په مناسبت پر بېړني او تلپاتې اوربند، د نظام او اساسي قانون په ګډون د وروستيو لاسته راوړنو پر ساتنې، له قطره افغانستان ته د طالبانو د سياسي دفتر پر لېږد، له بنديانو سره پر ښه چلند او د هغوى پر تبادلې، د افغان حكومت د ټول شموله مركچي پلاوي پر جوړولو، د سولې لپاره د هڅو پر همغږۍ او يو شمېر نورو موضوعاتو ټينګار وكړ.
د سولې مشورتي لويې جرګې غړو له حكومت او طالبانو وغوښتل، چې د دوى مشورو ته درناوى وكړي او د تلپاتې سولې د ټينګېدو او د ملكي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره جدي اقدامات ترسره كړي.
د سولې مشورتي لويې جرګې غړو د سولې په اړه د ملي اجماع پر رامنځته كولو په ټينګار سره له افغان حكومت څخه وغوښتل، چې د سولې له هوكړې وروسته له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو د مسوولانه وتلو لپاره مهالوېش جوړ كړي.
د سولې بهير ګړنديتوب، له طالبانو سره د افغان حكومت د مخامخ خبرو پيل، د حكومت لخوا د طالبانو د مشروع غوښتنو تشخيص او د سولې په عالي شورا كې اصلاحات د يادې جرګې د غړو نورې غوښتنې دي.
بايد وويل شي، چې ځينو سياسي څېرو او ګوندونو او همدارنګه د جمهوري رياست ټاكنو ډېرى كانديدانو د سولې مشورتي لويه جرګه تحريم كړې او هغه يې د ارګ لخوا سفارشي بللې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


