ټاكل شوې د سولې مشورتي لويه جرګه نن د پرېكړه ليك په خپرولو سره پاى ته ورسېږي.
دا جرګه، چې د تېرې دوشنبې په ورځ پيل شوې، په ۵۱ كمېټو كې ۳۲۰۰ غړي لري.
د كمېټو د اورېدل شوو راپورونو له مخې، د سولې مشورتي لويې جرګې غړي د ژر تر ژره اوربند، د افغان حکومت او سياسي مخالفينو ترمنځ د واحد دريځ لرلو، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو، د طالبانو په وړاندې د افغان حکومت د نرمښت، د اساسي قانون او اوسني نظام په ګډون د وروستيو لاسته راوړنو د ساتلو او له افغان حکومت سره د سولې مذاكراتو ته د طالبانو د چمتو کېدو غوښتنې لري.
بايد وويل شي، چې ځينو سياسي څېرو او ګوندونو او همدارنګه د جمهوري رياست ټاكنو ډېرى كانديدانو د سولې مشورتي لويه جرګه تحريم كړې او هغه يې د ارګ لخوا سفارشي بللې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


