د جاپان لومړي وزير د شمالي كوريا له مشر سره ليدو ته چمتووالى وښود

د جاپان لومړي وزير شينزو ابې له قيد او شرط پرته د شمالي كوريا له مشر كيم جون اون سره ليدو ته چمتووالى ښودلى دى.
نوموړي په يوه تازه مركه كې ويلي، حاضر دى، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور نه شتون مسئلې د حل لپاره د شمالي كوريا له مشر سره خبرې وكړي.