د جاپان لومړي وزير شينزو ابې له قيد او شرط پرته د شمالي كوريا له مشر كيم جون اون سره ليدو ته چمتووالى ښودلى دى.
نوموړي په يوه تازه مركه كې ويلي، حاضر دى، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور نه شتون مسئلې د حل لپاره د شمالي كوريا له مشر سره خبرې وكړي.
د جاپان لومړي وزير له كيم جونګ اون څخه غوښتي، چې د خپل هېواد د وضعيت ښه كولو لپاره دې له ځانه انعطاف وښيي.
د يادو هېوادونو اړيكې په ۲۰۰۲م ميلادي كال كې د شمالي كوريا لخوا د ۱۳ جاپاني اتباعو تر تښتولو وروسته ترينګلې شوې.
جاپان ادعا كوي، چې ۱۷ وګړي يې تښتول شوي وو، چې له ډلې يې يوازې پنځه تنه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
خو شمالي كوريا وايي، پنځه جاپاني اتباع خوشې شوي، اتو تنو يې خپل ژوند له لاسه وركړى او پاتې څلور كسان هېڅكله دغه هېواد ته نه دي داخل شوي.


