داودزى: د سولې په مشورتي لويه جرګه كې د طالبانو استازو ګډون درلود

د سولې مشورتي لويې جرګې د جوړولو كمېسيون رئيس، د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړى استازى محمد عمر داودزى وايي، د سولې په مشورتي لويه جرګه كې د طالبانو استازو هم ګډون درلود.