ads

داودزى: د سولې په مشورتي لويه جرګه كې د طالبانو استازو ګډون درلود

د سولې مشورتي لويې جرګې د جوړولو كمېسيون رئيس، د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړى استازى محمد عمر داودزى وايي، د سولې په مشورتي لويه جرګه كې د طالبانو استازو هم ګډون درلود.

نویسنده: mayar
13 غویی 1398

هغه نن د يادې جرګې له پاى ته رسېدو وروسته په يوه خبري غونډه كې د جزياتو له وړاندې كولو پرته وويل، د طالبانو استازي په دې جرګه كې موجود وو.
داودزي زياته كړه، دغو كسانو په رسمي توګه د طالبانو استازيتوب نه كاوه.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو د سولې مشورتي لويې جرګې تر جوړېدو وړاندې اعلان كړى و، چې دا د سولې د روان بهير د سبوتاژ كولو په هدف جوړېږي او هغه يې يوه بهرنۍ برنامه بللې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA