ads

جمهور رئيس غني: له طالبانو سره اوربند ته چمتو يو

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ملي يووالي حكومت چمتو دى، چې د دوه اړخيز اوربند د اعلان لپاره له طالبانو سره د هغه پر تخنيكي جزياتو كار وكړي.

نویسنده: mayar
13 غویی 1398
جمهور رئيس غني: له طالبانو سره اوربند ته چمتو يو

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ملي يووالي حكومت چمتو دى، چې د دوه اړخيز اوربند د اعلان لپاره له طالبانو سره د هغه پر تخنيكي جزياتو كار وكړي.
نوموړي دا خبره نن د سولې مشورتي لويې جرګې د پاى په مراسمو كې وكړه او ويې ويل، د روژې مباركې مياشتې ته په درناوي او د ښه نيت په ښودلو سره غواړي ۱۷۵ طالب بنديان خوشې كړي.
جمهور رئيس غني له طالبانو وغوښتل، چې د بنديانو د سپارلو لپاره خپل استازي كابل يا بل ولايت ته ور ولېږي.
هغه زياته كړه، د ملي يووالي حكومت د نورو طالب بنديانو د خوشې كولو په هدف مذاكراتو ته چمتو دى.
د هېواد جمهور رئيس د افغانستان په كوربه توب د سولې پر خبرو ټينګار وكړ او ويې ويل، حكومت چمتو دى، په هر ولايت كې چې د طالبانو خوښه وي، د سولې مذاكرات وكړي.
د ده په وينا، سوله به په هېواد كې د نړيوالې ټولنې د حضور د پاى ته رسېدو په معنا نه وي، بلكې په پراختيايي حضور به د بهرنيو هېوادونو د پوځي حضور بدلېدل وي.
جمهور رئيس غني د سولې مشورتي لويې جرګې پرېكړه ليك سولې ته د رسېدو لپاره د لارې نقشه وبلله او زياته يې كړه، حكومت به د هغه د عملي كولو لپاره ټول اقدامات تر لاس لاندې ونيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA