ads

جمهور رئيس غني: د عدلي او قضايي سکټور په چارو كې به هېڅكله مداخله ونه شي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، عدلي او قضايي سکټور په خپلو پرېكړو کې بشپړه خپلواکي لري او هېڅکله به يې په چارو كې مداخله ونه شي.
هغه دا خبره تېر مازديګر په ارګ كې د هېواد له عدلي او قضايي مسوولينو سره د واليانو په غونډه کې وكړه.

نویسنده: mayar
13 غویی 1398

د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، جمهور رئيس غني له واليانو سره ژمنه وکړه، چې قاضيانو او څارنوالانو ته به د يوې منظمې برنامې په چوکاټ کې امکانات او اسانتياوې برابرې شي.
نوموړي وويل، پوليس تراوسه هم غيرې مسلکي دي او بايد د هغوى تمرکز د قانون پر حاکميت وي.
د هېواد جمهور رئيس زياته كړه، امنيه قوماندانان مکلف دي، چې د ولايتونو د عدلي او قضايي همغږۍ په غونډو کې پر ګډون سربېره په دې برخه کې له عدلي او قضايي سکټور او سيمه ييزو ادارو سره همکاري وکړي.
په ياده غونډه كې د هېواد قاضي القضات سيد يوسف حليم، لوى څارنوال محمد فريد حميدي او د عدليې وزير عبدالبصير انور هم خبرې وکړې او په وينا يې، له سيمه ييزو ادارو سره د همغږۍ كچې لوړولو ته به جدي پاملرنه وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA