د امريكا د دفاع وزارت اعلان كړى، چې تېر ميلادي كال په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو په عملياتو كې لسګونه ملكي وګړي وژل شوي دي.
پنټاګون د پنجشنبې په ورځ د خپل كلني راپور په خپرولو سره په افغانستان، عراق، سوريې او سوماليا كې د امريكايي سرتېرو د ځمكنيو او هوايي عملياتو په اړه وويل، په دې عملياتو كې ۱۲۰ ملكيان وژل شوي او ۶۵ تنه نور ټپيان دي.
د سرچينې په خبره، په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د عملياتو په مهال ۷۶ ملكي وګړو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان په تېره فبروري مياشت كې د يوه راپور په خپرولو سره وويل، تېر ميلادي كال په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو په ګډون د حكومت پلوه سرتېرو په عملياتو كې ۱۱۸۵ ملكي وګړي وژل شوي دي.


