ads

نن د سولې د مشورتي لويې جرګې د کاري کمېټو راپورونه اورېدل کېږي

د سولې د مشورتي لويې جرګې په څلورمه ورځ د دې جرګې د کاري کمېټو راپورونه اورېدل کېږي.
د سولې د مشورتي لويې جرګې مشر استاد عبدالرب رسول سياف د دې پړاو په پرانیسته کې وويل، افغانستان د جرګو وطن دی او ټولې هغه ستونزې چې له نورو لارو نه حلېږي د جرګو له لارې د حل وړ دي.

نویسنده: mayar
12 غویی 1398

په پام کې ده چې نن د ټولو کاري کمېټو راپورونه واورېدل شي او وروسته ترې واحد راپور جوړ شي او افغان حکومت ته وړاندې شي.
د سولې مشورتي لويه جرګه ټولې ۵۱ کاري کمېټې لري او هره کمېټه افغان حکومت ته له طالبانو سره د خبرو په تړاو ځانګړو پوښتنو ته ځواب وايي او افغان حکومت ته مشوره ورکوي.
تر دې مهاله د اورېدل شوو راپورونو له مخې د جرګې غړي، د ژر تر ژره اوربند، د افغان حکومت او سياسي مخالفانو تر منځ د واحد دريځ لرلو، له افغانستان د بهرنيو ځواکونو د وتلو، د طالبانو په وړاندې د افغان حکومت د نرمښت، د اساسي قانون، اوسني نظام، ملي حاکميت، ملي ارزښتونو، د ښځو او بيان ازادۍ او خپلواکۍ د ساتلو او دغه راز له افغان حکومت سره سولې ته د طالبانو د چمتو کېدو غوښتنې لري.
د سولې مشورتي لويه جرګه د دوشنبې په ورځ د څلورو ورځو لپاره پيل شوې خو اټکل کېږي چې سبا د پنځمې ورځې لپاره هم دوام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA