ads

امريکايي او طالب استازي په څلورو موضوعاتو خبرې کوي

يوه امريکايي رسنۍ وايي، په دوحه کې د امريکايي او طالب استازو تر منځ خبرې نن پنجشبنې هم دوام کوي او په دې پړاو کې په څلورو موضوعاتو بحث کېږي.

نویسنده: mayar
12 غویی 1398
امريکايي او طالب استازي په څلورو موضوعاتو خبرې کوي

يوه امريکايي رسنۍ وايي، په دوحه کې د امريکايي او طالب استازو تر منځ خبرې نن پنجشبنې هم دوام کوي او په دې پړاو کې په څلورو موضوعاتو بحث کېږي.
د امريکا يوه نړيواله رسنۍ يو پي ای وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د ترورېزم پرضد د هلو ځلو ضمانت، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو پیلیدل او اوربند هغه څلور موضوعات دي چې د امريکايي او طالب استازو په شپږم پړاو خبرو کې پرې بحث کېږي.
د طالبانو او امريکايي استازو تر منځ خبرې پرون د چهارشنبې په ورځ پيل شوې او لومړني خبرونه دا وو چې په دې پړاو کې به يوازې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو خبرې کېږي.
تر دې وړاندې وسله والو طالبانو هم ټينګار کاوه چې په شپږم پړاو خبرو کې بايد له افغاسنتانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو موضوع وروستۍ شي، تر څو نورو موضوعاتو ته لار خلاصه شي، خو زلمي خليلزاد بيا ټينګار کړی و تر هر څه وړاندې بايد په افغانستان کې پر اوربند توافق وشي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA