ads

په جلال اباد ښار کې ناپيژنده وسله والو د مسجد ملا امام او یو سپین ږیری وژلي

په جلال اباد ښار کې ناپيژاندو وسله والو د مسجد يو ملا امام او یو سپین ږیری وژلي دي.

نویسنده: mayar
11 غویی 1398
په جلال اباد ښار کې ناپيژنده وسله والو د مسجد ملا امام او یو سپین ږیری وژلي

په جلال اباد ښار کې ناپيژاندو وسله والو د مسجد يو ملا امام او یو سپین ږیری وژلي دي.
د دې ولايت د والي ویاند عطالله خوګیاڼي کلید ته وویل، نن سهار د جلال اباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند په انګور باغ سیمه کې ناپیژنده وسله والو یو سپین ږیری په ډزو سره وژلی.
نوموړی همدا راز وایي، چې په ورته وخت کې د بهسودو ولسوالۍ د بلند غر جامع مسجد ملا امام هم نن سهار وختي ناپیژنده وسله والو وژلی دی.
هغه وایي د پیښې په تور یې څوک نه دي نیولي.
دا په روانه اوونۍ کې د هدفي وژنو څلورمه پېښه ده چې رامنځته کیږي، چې له کبله یې جلال اباد ښاریان يو ځل بيا اندېښمن شوي دي.
د دې پيښو مسولیت تراوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA