ټاکل شوې نن د زلمي خليلزاد په مشرۍ د امريکايي پلاوي او طالب استازو تر منځ په قطر کې شپږم پړاو خبرې پيل شي.
د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی هم تېر ماښام په دې خبرو کې د ګډون په هدف دوحې ته رسېدلی دی.
وسله والو طالبانو هم په يوه اعلاميه کې ويلي چې ټاکل شوې نن د دوی د استازو او امريکايي پلاوي تر منځ د سولې شپږم پړاو خبرې پيل شي.
له بل لوري، زلمي خليلزاد په خپلو تازه ټوېټونو کې ويلي، چې نوموړي په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره مهمې ليدنې لرلې او دغه هېواد د بين الافغاني خبرو ملاتړ کوي او له هغې سره مرستې ته چمتو دی.
خليلزاد ويلي، پاکستان دغه راز چمتووالی وښود چې په افغانستان کې به د تاوتريخوالي په راکمولو کې مرسته کوي.


