ads

د سولې د مشورتي لويې جرګې اداري پلاوی وټاکل شو

پرون ناوخته د سولې د مشورتي لويې جرګې د اداري پلاوي ټاکنې ترسره شوې.
د دې ټاکنو له مخې د سولې مشورتي جرګې د مرستيالانو څوکيو ته محمد افضل حديد، عارف نورزی، کمال ساپی، حبيبه سرابي او منيره اخندزاده د رايو په اکثريت وټاکل شول.

نویسنده: mayar
11 غویی 1398

د يوه بل خبر له مخې، رفيع الله حيدري، عاطفه طيب، عرفان الله عرفان، گلالۍ اكبري او موسى رحيمي د دې جرګې منشيان وټاکل شول.
همدارنګه د پرونيو ټاکنو له مخې د یادې جرګې د ۵۱ کمېټو مشران او منشیان هم وټاکل شول.
د سولې د مشورتي لویې جرګې هره کمېټه ۸۱ تنه غړي لري. له بل لوري ويل کېږي جرګه د بحثونو د اوږدېدو له کبله څو ورځې وغځول شي. دغه احتمال د دې جرګې د دايرېدو کمسېيون غړو هم نه دی رد کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA