د اندونيزيا د بهرنيو چارې وزيرې ريتنو ليستاري د طالبانو له سياسي مرستيال او د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره په دوحه کې ليدلي دي.
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د افغان کشالې په سوله ييز حل او د سولې په روانو مذاکراتو خبرې کړې دي.
د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې په دې ليدنه کې ټينګار کړی چې هېواد يې د افغان ستونزې د سوله ييز حل په برخه کې هر ډول مرستې ته چمتووالی لري.
ليستاري هيله څرګنده کړې چې ژر تر ژره افغانستان دايمي سولې او ثبات ته ورسېږي.


