ads

په هرات كې سبا د كانكور ازموينه پيلېږي

ټاكل شوې په هرات كې د كانكور ازموينه سبا پيل شي او درې ورځې دوام وكړي.
د دغه ولايت د پوهنتون رئيس عبدالله فايز كليد ته وويل، په دې ازموينه كې به له ۱۱۰۰۰ زيات زده كوونكي ګډون وكړي، چې څه باندې ۵۳ فيصده به يې نجونې وي.

نویسنده: mayar
10 غویی 1398
په هرات كې سبا د كانكور ازموينه پيلېږي

ټاكل شوې په هرات كې د كانكور ازموينه سبا پيل شي او درې ورځې دوام وكړي.
د دغه ولايت د پوهنتون رئيس عبدالله فايز كليد ته وويل، په دې ازموينه كې به له ۱۱۰۰۰ زيات زده كوونكي ګډون وكړي، چې څه باندې ۵۳ فيصده به يې نجونې وي.
دى وايي، د ۱۴م ټولګي د فارغانو او د ماسټرۍ دورې ازموينې هم د جمعې په ورځ په هرات كې اخيستل كېږي.
فايز زياتوي، په هرات كې د كانكور په ازموينه كې د ګډون كوونكو د بايومټريك پروسه د تېرې يكشنبې په ورځ پيل شوې او نن پاى ته رسېږي.
د هرات پوهنتون د رئيس په وينا، دا پوهنتون كولاى شي نېږدې ۳۸۰۰ ځوانان جذب كړي.
د يادونې وړ ده، چې هر كال په هېواد كې د ۱۲م ټولګي لسګونه زره فارغان د كانكور ازموينه وركوي، خو ډېرى يې يا بې نتيجې پاتې كېږي او يا هم د خپلې خوښې خلاف پوهنځيو ته لاره مومي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA