د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په زاوې سيمه کې د عملياتو په مهال د درېيو قوماندانانو په ګډون ۲۲ داعش وسله وال وژلي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا عمليات تېره شپه د هوايي ځواك په ملتيا ترسره شوي دي.
د هغه په وينا، په دې عملياتو کې د داعشيانو څلور مهم مرکزونه، چې په کې وسلې، مهمات، چاودېدونکي او نور توكي موجود وو، هم له منځه وړل شوي دي.
خوږياڼي زياته كړه، عمليات كوونكو ځواكونو دوه تنه له داعش وسله والو سره د اړيكو لرلو په تور نيولي او ملكي وګړو او امنيتي سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.