د اقچې – شبرغان پر لويه لار پر امنيتي بېس د وسله والو طالبانو د بريد له كبله دوه ولسي پاڅون كوونكي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
د جوزجان د والي وياند فريدون انيق كليد ته وويل، د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې پر ياد امنيتي بېس، چې د اقچې ولسوالۍ مركز ته نېږدې دى، بريد وكړ او جګړه تر نن سهاره روانه وه.
د نوموړي په خبره، دا بريد د مرستندويه ځواكونو په رسېدو سره په شا وتمبول شو او د جګړې په مهال د دولت دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
خو ۲۰۹ شاهين قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د جوزجان په اقچې ولسوالۍ كې د جګړې په ترڅ كې شپږ طالبان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ژوبل دي.
وسله والو طالبانو بيا هلته د درېيو سيمه ييزو پوليسو د وژلو او دوو نورو د ټپي كولو ادعا كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ