ads

په بلخ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې

د بلخ په چهاربولك ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې له كبله ۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او پنځه پوليس ټپيان شوي دي.

نویسنده: mayar
10 غویی 1398
په بلخ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې

د بلخ په چهاربولك ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې له كبله ۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او پنځه پوليس ټپيان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د چهاربولك ولسوالۍ د شرشرې كلي پر امنيتي پوستو بريد وكړ، چې وروسته د دواړو لورو ترمنځ شاوخوا دوه ساعته جګړه وشوه.
د ده په وينا، په دې جګړه كې اته طالبان وژل شوي، پنځه طالبان او پنځه پوليس ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA