په ايران كې چاودنې او د يوه تونل نړېدو ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې هېواد د لارې او ښار جوړولو وزارت مرستيال خيرالله خادمي وايي، دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د ميتان ګاز او يا د اكسيجن ډبې له كبله، چې كارګرانو ترې ګټه پورته كوله، شوې ده.
د هغه په وينا، د ۱۱ كسانو له ډلې، چې په ياد تونل كې پر كار بوخت وو، درې تنه يې د سوځېدو په سبب وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.
ايراني چارواكو ويلي، د دغه تونل له تصفيې وروسته به د پېښې اصلي علت معلوم شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ