ads

په ايران كې دوه تنكي ځوانان په پټه توګه اعدام شوي

د بښنې نړيوال سازمان وايي، ايراني چارواكو دوه تنكي ځوانان په درو وهلي او په پټه توګه يې د دغه هېواد په جنوب كې اعدام كړي دي.
ويل كېږي دوى دواړه ۱۷ كلن وو.

نویسنده: mayar
10 غویی 1398
په ايران كې دوه تنكي ځوانان په پټه توګه اعدام شوي

د بښنې نړيوال سازمان وايي، ايراني چارواكو دوه تنكي ځوانان په درو وهلي او په پټه توګه يې د دغه هېواد په جنوب كې اعدام كړي دي.
ويل كېږي دوى دواړه ۱۷ كلن وو.
د بښنې نړيوال سازمان ويلي، مهدي سهرابي فر او امين صداقت د روان ميلادي كال د اپرېل مياشتې په ۲۵مه نېټه د فارس ولايت د مركز شيراز ښار په عادل اباد زندان كې اعدام شوي دي.
ويل شوي، دا تنكي ځوانان په ۱۵ كلنۍ كې نيول شوي وو او وروسته له هغې، چې د بشري حقونو نړيوالو ډلو د هغوى محاكمه غيرې منصفانه وبلله، په جنسي تېري تورن وپېژندل شول.
د بښنې نړيوال سازمان د منځني ختيځ او د افريقا د شمال برخې مسوول فيليپ لوټر تېره ورځ په يوه خبرپاڼه كې ويلي، ايراني چارواكو يو ځل بيا ثابته كړه، چې په بې شرمۍ سره نړيوالو قوانينو ته درناوى نه لري او په وحشتناكه توګه د ماشومانو وژلو ته چمتو دي.
د يادولو ده، چې ايران، سعودي عربستان، يمن او پاكستان هغه هېوادونه دي، چې تر ۱۸ كلنۍ په كم عمر كې جرم ترسره كوونكي اعداموي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA